سیاست

تبصـــره :

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت  ژمن دى  چې دسترو اقتصادي او بنسټيزو پروژو په عملي کولو سره دډله ييزې سوکالۍ زمينه برابره کړي او دهېواد اقتصاد پياوړى کړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
وړمه  ورځ دکجکي دبريښنا دتوليد دبندددويمې برخې جوړولو د کار قرارداد دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني په وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت  او د يوه ترکي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
ددغه قرارداد له مخې  دترکي _٧ شرکت د کجکي دبريښنا دتوليدددويمې برخې کار تر دريو کلونو پورې د  دوه سوه مليونو افغانيو په لګښت بشپړوي  ددغې پروژې دکار په بشپړيدو سره به نه يوازې  په  کجکي بند کې دبريښنا دتوليد ظرفيت ١٥١ ميګاواټو ته لوړ شي بلکې  په هلمند ولايت کې دپراخو کرنيزو ساحو د  خړوبولو زمينه برابريږي او د  کجکي دبريښنا بند به وکولاى شي چې  ٢٤ر٢ مليارده  مترمکعب  اوبه په ځان کې زيرمه کړي .
دغه قرارداد له هغه څخه يوازې څو ورځې وروسته لاسليک کيږي چې دانرژۍ او اوبو وزارت  ددويم سروبي دبريښنا دبند د جوړولو کار  له الکوزي شرکت سره  لاسليک کړ. چې دبريښنا دتوليد هغه هم دخصوصي برخې له خوا زمينه مساعديږي، مخکې له دې  دولت  په هېواد کې د څو بنسټيزو پروژو دجوړولو  او له هغو څخه  دګټې  اخيستنې  لپاره  ګامونه اخيستي چې په  هرات کې له سلما بند څخه  ګټه ا خيستنه  د افغانستان او چين ترمنځ  د اوسپنې پټلۍ  دجوړولو په  باب کار، د ايران له چابهار بندر څخه داستفادې قرارداد ، له منځنۍ آسيا څخه دافغانستان اوپاکستان په لور دکاسا_ ١٠٠٠  د بريښنا ليږدونه ، افغانستان ، پاکستان او هند ته د ترکمنستان  د ګازو  د ليږدونې دپروژې دعملي کولو دکارپيل ، دهند او پاکستان ترمنځ ديوه تجارتي دهليز    يا کرښې جوړول ، د هغو بنسټيزو پروژو  بيلګې دي  چې  د کابو يو کال په بهيرکې  ورڅخه ګته واخيستل شوه  چې ښيي دافغانستان داسلامي جمهوريت  دولت په هېواد کې دسترو اقتصادي اوبنسټيزو پروژو په عملي کولو  ژمن دى  چې ددولت اوږدمهال او لنډ مهال پروګرامونه او موخې پکې شامليږي.
دافغانستان دولت هلې ځلې کوي چې دکار موندلو ، اقتصادي ودې  او دامنيت دتامينولو له لارې هېوادوالو ته دښه  ژوندانه زمينه برابره کړي  او دبنسټيزو پروژو  جوړول دغو موخو ته درسيدو لاره بولي .
دغه راز دافغانستان دولت په سيمه ييزې همغږۍ او همکارۍ  ژمن دى  چې  کاسا-  ١٠٠٠ ، دټاپي پروژه اوله هند سره  دتجارتي هوايي کرښې  جوړول ددغو  ژمنوبيلګې دي.
ددغو پروګرامونوپه عملي کيدوسره به نه يوازې  له هېواد  څخه د ځوانانو دتيښتې  حجم چې په عمده توګه داقتصادي دلايلو زيږنده دى  کم شي ، بلکې د  مهاجرينو دبيرته ستنولو لپاره زمينه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته