فرهنګ

دننګرهار دتاريخ په اوږدو کې دعلمي اوڅيړنيز سيمينار کې دمقالو اوعنوانونو دټاکنې په باب خبري وشوي

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١:

ننګرهار دتاريخ په اوږدو کې  دعلمي اوڅيړنيز سيمينار دجوړولو لپاره دتياري کميسيون نن داطلاعاتو اوفرهنگ په وزارت کې غونډه کړه او په تاريخ  کې يې ددغه سيمينار لپاره دعلمي ، څيړنيز او تاريخي مقالو  دعوانونو دټاکنې په باب خبري وشوي .

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې لومړۍ دسيمينار دجوړولو دکميسيون رييس شاه ولي قرار ددغه کميسيون دغونډي پلان اودمقالو عنوانونو ته دڅيړنې او دنظريو دوړاندې کولو په مقصد د کميسيون غونډي ته وړاندې کړل اوپه دي باب له هر اړخيزو خبرو او سلامشورو وروسته لازم تصميمونه  ونيول شول او پريکړه وشوه چې دمقالو عنوانونه  دې ددولتي رسنيو له لاري  خپاره شي چې دهغې  له مخې  دهيواد علمي ، فرهنګي او ادبي شخصيتونه  په تيره بيا دننګرهار ، کونړ اولغمان دولايتونو شخصيتونه وکولاي شي خپلې عملي او څيړنيزي مقالې برابري کړي او دروان کال دسلواغي دمياشتې تر پنځلسمي نيټې پوري  دغه  کميسيون  ته  وسپاري  اوپه دې برخه کې د زياتو معلوماتو  په مقصد ددغه کميسيون له  ٠٧٩٩٣١٤٥٠٦  او  ٠٧٩٩١٩٠٩٢٤ تيلفونونو سره اړيکه ونيسي او خپل مطلب حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته