امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغي دويمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په هلمند ولايت کې د پوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې نښته کې څلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
په هلمند ولايت کې د پوليسو د عامه نظم د اوومې لواقوماندان پاسوال غلام سخي  غفوري باخترآژانس ته وويل: د پوليسو او د وسله والوطالبانو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والوطالبانو د نوزاد ولسوالۍ د انځر شالى د ساحې په امنيتي پوستې  بريد وکړ.
خبرځاى زياته کړه: په دې جګړه کې چې دوه ساعته دوام وکړ؛ پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
غفوري زياته کړه چې د نښتې په بهيرکې د وسله والوطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته