سیاست

د افغانستان او کاناډا د بهرنيو چارو وزيرانو وکتل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣٠  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني تېرماښام په نيويارک کې د ملګرو ملتو دسازمان دعمومي اسامبلې د يو اويايمې غونډې ترڅنګ د کاناډا د بهرنيو چارو له وزير ستيفن ديون سره  وکتل.
دبهرنيوچارو وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړو لورو له افغانستان سره د کاناډا د همکاريو او د دغو همکاريو د دوام لپاره د دغه هېواد د ژمنو، د افغانستان د سياسي او امنيتي حالاتو، د هغو ژمنو چې د افغانستان حکومت به د بروکسل په کنفرانس کې  ورسره ګډون وکړي او د دغه کنفرانس د جوړولو لپاره د تياري په باب خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بروکسل کنفرانس په باب څرګنده کړه چې  په دې کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د ګډون موخه يوازې د نړيوالو همکاريو جلب او ترلاسه کول نه دي، بلکې په خپلو پښو د هېواد د دريدو په لاره کې په يوه مشخص چوکاټ سره د افغانستان د حکومت د هلوځلو په باب نړيوالې ټولنې ته د ډاډ ورکول دي.
ددغې کتنې په پاى کې  د بهرنيو چارو وزير په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د همکاريو د دوام لپاره د دغه هېواد د ژمنې او دغه راز په لوړه کچه د افغانستان په باب په بروکسل کنفرانس کې د دغه هېواد د هيئت د ګډون ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته