امنیت

په کابل کې په يوه تروريستي پيښه کې پنځه تنه ووژل شول

 کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٤ :
د کابل ولايت امنيه قوماندان تائيدکړه چې د کابل ښار په يوه ميلمستون د تيرې شپې په بريدکې د يوه امريکايي په ګډون پنځه تنه بهرنيان وژل شوي دي.
دباخترآژانس د خبرله مخې : 
تېره شپه يوې ډلې يرغلګرو چې د کابل ولايت امنيه قوماندان شمېر يې درې تنه وباله؛ د کابل ښار د کلوله پشتې په ساحه کې په يوه ميلمستون يا ( ګست هاوس )   بريد وکړ.
دغه ميلمستون د پارک پلس په نامه ياد شوى دى.
يرغلګرو د تيرې شپې د اته نيمو بجو په شاوخوا کې مخکې له دې چې په دې ميلمستون د کنسرټ يو پروګرام اجرا شي؛ دغه ميلمستون ته ننوتل  .
پوليسو په دې ميلمستونوکې د بند پاتې شويوکسانو د ژغورنې لپاره په اقدام لاس پورې کړ او له يرغلګرو سره له پنځو ساعتو نښتې وروسته يې دغه ستونزه پاى ته ورسوله؛  خو د دغې ستونزې  پاى ته رسول دپنځو تنو د وژنې سبب شول.
دغه راز درې تنه يرغلګرهم وځپل شول ، وژل شوي کسان ټول بهرني اتباع وو.
په کابل کې د امريکا سفارت تائيد کړې ده چې د دغې پيښې يو قرباني  د امريکا تبعه و.
په کابل کې د هند سفير هم ويلي دي چې په دې پيښه کې هندي اتباعو ته زيان اوښتى دى.
د هند مطبوعاتو ويلي دي  چې د دغې پيښې دوه تنه قربانيان ددغه هېواد اتباع وو.
ويل کيږي؛ دغه ميلمستون ته هندي اوترکي اتباعو زيات تګ راتګ کاوه .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي تائيدکړه چې په دې پيښه کې پنځه تنه بهرني اتباع وژل شوي او د افغاني او بهرنيو اتباعو په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي دي او څلور پنځوس تنه چې زياتره يې بهرني  اتباع دي؛ له دغې پيښې  څخه ژغورل شوي دي. بريد مخکې له دې چې افغان کلاسيک سندغا ړى الطاف حسين خپل پروګرام پيل کړي؛ ترسره شو.
د پوليسو مقاماتو ويلي دي: دچټک غبرګون د ځواک ګړندي عمل د دې مخه ونيوله چې ځانمرګي يرغلګر خپل ځانمرګي واسکټونه وچوي.
تراوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى، خو طالبان  او د حقاني شبکه چې د پرديو استخباراتو په لاس کې مهرې دي؛ په هوټلونو، تفريح ځايونو او د خلکو په ټولنو په بريدونوکې ناوړه کارنامه لري.
دحقاني شبکې په کابل کې د هندوستان په سفارت د دوو خونړيو بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى.
دغه راز دغه ډله د کابل ښار د وزير محمد اکبر خان په ساحه کې د لبنانيانو په رستورانت د بريد، په کابل سريناهوټل دبريد،  د قرغې په تفريح ځاى د بريد، د پکتيکا ولايت په يحيى خيلو ولسوالۍ کې د واليبال په لوبې د بريد، د ارګون ولسوالۍ په بازار او په لسګونو نورو ځايونوکې د بريد مسووله بلل کيږي.
امنيتي خبرځايونه د تيرې شپې په پيښه کې د حقاني دشبکې لاس لرل لرې نه بولي.
دکابل ښار په کلوله پشته کې د تيرې شپې پيښه له لسو ورځو څخه په لنډه موده کې په کابل کې څلورمه تروريستي پيښه ده.
پرون سهار د کابل ښار د دارالامان په ساحه کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنه د امنيتي ځواکونو د يوې ليږدونکې واسطې د ويجاړيدو سبب شوه.
له دې څخه دوه ورځې مخکې د لوى څارنوالى د مامورينو په يوې ليږدونکې واسطې د ځانمرګي بريد له امله درې تنه شهيدان شول.
په داسې حال کې چې له هغې څخه اووه ورځې مخکې په ورته بريدکې د لوى څارنوالى  دوه تنه کارکوونکي شهيدان شول.
له بلې خوا، د پارک پکنيګ په ميلمستون تروريستي بريدکابل ته د پاکستان د صدراعظم  نوازشريف له وروستي سفر سره جوخت وشو  .
هغه د افغانستان د خلکو په پته په خپلو خبروکې وويل چې د افغانستان دخلکو دښمن د پاکستان دوست نه شي کيداى .

سره له دې چې د کابل امنيه قوماندان ټيګارکوي چې په دې پيښه کې ٥ تنه وژل شوي دي، خو يوناما او ځينې بهرني رسنۍ ادعا کوي چې په دې پيښه کې ١٤ تنه وژل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته