امنیت

دکابل په شمال کې د طالبانو د زروکيلوګراموچاوديدونکو توکوکشف

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د وسله والو طالبانو زرکيلوګرامه چاوديدونکي توکي د پروان ولايت د امنيتي ځواکونو له خواکشف شول.
دغه توکي نن له غرمې مخکې د سيدخيلو ولسوالۍ بازارته څېرمه کشف شول.
پوليس وايي: ټاکل شوې وه دغه چاوديدونکي توکي د افغانستان له شمال څخه کابل ښارته وليږدول شي.
درې تنه چې ويل کيږي کابل ته يې د دغو چاوديدونکو توکو د ليږدونې نيت درلود؛ د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر جنرال ضيا الرحمن سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دوى لومړنۍ څيړنې ښيي چې طالبانو غوښتل له دغوچاوديدونکوتوکوڅخه په استفادې سره په کابل کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د بهير د ګډوډولو په خاطر يو لړ تروريستي بريدونه ترسره کړي.
د جنرال سيدخيل د څرګندونو له مخې: وسله والوطالبانو دغه توکو په شلو کڅوړوکې په ماهرانه ډول د يو باروړونکى موټر تر بارلاندې پټ کړي و.
د افغانستان د ملي امنيت د ادارې مقاماتو په وار وار ويلي دي چې وسله وال طالبان زياتره چاوديدونکي توکي له پاکستان څخه راوړي.
ددغې ډلې افراد چې په پاکستان کې روزل شوي دي؛ د خپلو تروريستي بريدونو د ترسره کولولپاره له چاوديدونکوتوکوڅخه بمونه، ماينونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته