امنیت

په بدخشان ولايت کې د سولې له بهير سره د يو ځاى شويو طالبانو د اقتصادي ودې لپاره د يو پروګرام پيل

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دبدخشان ولايت دسولې دعالي شورا مسوولينو د سولې په بهير سره د يوځاى شويو طالبانو داقتصادي ودې لپاره د يو پروګرام د پيل خبرورکړ.
په دغه پروګرام کې له عادي ژوند سره هر يوځاى شوى طالب ته شپږ څاروى ورکول کيږي چې له دې لارې خپل اقتصاد ښه کړي.
دبدخشان ولايت دسولې دکميټې رييس قدرت الله درخاني باختر آژانس ته وويل: په دې پروګرام کې يو سلواته ويشتو طالبانوته چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي؛ شپږ څاروى ورکړ شو.
ده دغو پخوانيو جګړه مارانو ته د څاريو د ويشلو هدف دهغوى د اقتصادي ودې  او ښه والى وباله. په دغه پروګرام څه دپاسه اووه مليونه او دوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
مولوي شمس الدين چې پخوا د وسله والو طالبانو قوماندان و؛ ددغه پروګرام هرکلى وکړ او ويې ويل : له دې امله چې نور دخپل هيواد په ويجاړولو لاس نه پورې کوي؛ خوښ دى.
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب دغه پروګرام وسله والو طالبان ته د ښه ژوندانه لپاره مناسب يو بديل وباله او له نورو طالبانو څخه يې وغوښتل چې له ويجاړى څخه لاس واخلي او عادي ژوند غوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته