امنیت

د ملي امنیت سلاکار د ناټو له لوړ پوړو چارواکو سره په بروکسل کې د افغانستان پر امنیت خبرې وکړې

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٢٠مه
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شمالي آتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) د سکرتر جنرال له مرستیالې میرمن روزي ګاتي مېلر سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سیمې پر امنیتي حالاتو او د ترهګریزو ډلو پر فعالیتونو خبرې وکړې.
میرمن روزې اتمر ته د ترهګرو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شجاعت او زړوتیا ستاینه او د دوى له سرښېندونو قدرداني وکړه.
اغلې روزي وویل، چې د افغان ځواکونو د شهیدانو د کورنیو صبر او تحمل دا جوته کړه، چې افغانان د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې کلک هوډ لري او نه پریږدي، چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځایونه ولري.
اغلې روزي په خپلو خبرو کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو په استازیتوب د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د دې تړون ټول غړي هېوادونه به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.
د ناټو د سکرتر جنرال مرستیالې میرمن روزي ګاتي مېلر د افغان دولت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې له توافقنامې څخه هرکلی وکړ او د سولې یاده شوې هوکړه یې نورو جنګیدونکو وسلوالو ډلو ته د افغان حکومت د سولې او ښه نیت پیغام وباله.
اغلې روزي پر سیمه ییزو همکاريو ټیګار وکړ او وویل چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او د سیمې له هېوادونو یې وغوښتل چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې همغږي او همکار شي.
د میرمن روزي په وینا: هیڅ ډول ښه او بد ترهګر وجود نه لري، بلکې ټول ترهګر بد دي او باید چې د ګډو همکاريو په ترڅ کې له منځه ولاړ شي.
د شمالي آتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) په استازیتوب میرمن روزي ګاتي مېلر، د افغان حکومت لخوا د امنیتي ځواکونو د پراختیا څلور کلن پلان وستایه او د پلان د تطبیق په برخه کې یې له افغان دولت څخه د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
اغلې روزي د افغانستان په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو او د اداري فساد پر وړاندې د ملي یو والي حکومت له پریکنده اقداماتو څخه قدرداني وکړه او د ملي امنیت له سلاکار څخه وغوښتل، چې دې بهیر ته دوام ورکړي .
د ناټو د غړو هیوادونو له اړخه میرمن روزي ګاتي مېلر په مالي او اقتصادي برخو کې د ملي یو والي حکومت وروستي نوښتونه د پام وړ وبلل.
دې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان مالي او اقتصادي همکارۍ د پام وړ وبللې او په دې برخه کې یې رامنځته شوي اصلاحات وستایل.
د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر د ناټو له غړو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې له ترهګریزو ډلو سره د مبارزې په لاره کې یې د افغان حکومت ملګرتیا کړې ده.
ده وویل، چې افغان ځواکونه د نړۍ له سترو ترهګریزو ډلو سره د نړیوالو په استازیتوب جګړه کوي او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې دي.
ښاغلي اتمر د ناټو د سکرترجنرال مرستیالې ته وویل، چې د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې لپاره افغان ځواکونه کلک هوډ لري او چمتو دي، چې د ترهګرو له ناوړه پلانونو څخه خپل هېواد خوندي وساتي.
اتمر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د پراختیا څلور کلن پلان د عملي کولو په برخه کې د افغان حکومت له ژمنتیا او کلکې ارادې څخه د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې تړون د سکرتر جنرال مرستیالې ته ډاډ ورکړ.
ده د اداري فساد پر وړاندې د کلکې مبارزې په برخه کې د عدلي او قضايي مرکز له فعالیتونو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې کلک هوډ لري او هره ورځ په عدلي او قضايي مرکزي کې بېلابېلې قضيې څیړل کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتو له امنیت شورا څخه مننه وکړه چې له تور لست څخه د حزب اسلامي مشر د نوم د ایستلو په برخه کې یې له افغان حکومت سره همکاري وکړه او په دې توګه یې د افغان حکومت او حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې له هوکړه لیک څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
ده زیاته کړه، چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ له هوکړې څخه د ملګرو ملتو او ناټو ملاتړ نورو وسله والو ډلو ته دا پیغام ورکوي، چې افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې د سولې او مذاکراتو په برخه کې کافي فرصتونه لري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته