سیاست

جمهور رئیس غني: د ملتونو استقلال د ولس او دولت له همغږۍ څخه لاسته راځي

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکي د ۹۶ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د ملتونو استقلال تر هر څه مخکې، د ولس او دولت د نظر او عمل له همغږۍ څخه لاسته راځي او اساسي معادله یې د دولت، ولس او امنیتي ځواکونو وحدت دی.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې وروسته په سلام خانه کې وشوه، جمهور رئیس ټولو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواکۍ د ۹۶کالیزې د مبارکۍ د ویلو تر څنګ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې، زړورتیا او سرښندنو ستاینه وکړه او  وې ویل، د هېواد د خپلواکي د دفاع په درناوي مې د زرو مډالونو عمده برخه د دفاعي او امنیتي بنسټونو سرتېرو، افسرانو او منسوبینو ته ځانګړي کړه.
جمهور رئیس غني وویل، هدایت  مې ورکړی چې د قول اردوګانو قوماندانان تر ډګرجنرالۍ رتبې پورې ترفیع کولی  شي. ده همدارنګه د پیلوټانو، ډاکټرانو او د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټولو منسوبینو د ترفیعاتو سیستم د منظمولو یادونه هم وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، زه نه غواړم چې زموږ سرتېري دې نور د خوړو، جامو او د اړتیا وړ نورو توکو د برابرولو په برخه کې له ستونزو څخه ورنځېږي.  دا ټول خدمات به د دولت د لوړ پوړو مقاماتو تر څارنې لاندې اجرا کېږي.
جمهور رئیس د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو او زیانمنو شویو په  باکیفیته درملنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د حقونو په اړه د دوی له کورنیو سره زموږ  ژمنې په خپل قوت پرځای دي.
د وسله والو قواوو اعلی سرقومندان وویل، زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه د افغانستان لپاره په یوه باثباته، ملي او متحد نظام باور لري  او زموږ ځواکونه د شخصي ګټو یا د یوې ډلې د مقصدونو لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان د خیر لپاره په مبارزه بوخت دي.
جمهور رئیس ملکي تلفاتو ته په اشارې سره وویل، د ملکي تلفاتو اصلي مسولیت د باغیانو په غاړه دی. دا باغیان دي چې په عامو لارو کې ماینونه ږدي او لارویان قتلِ عام کوي. ده زیاته کړه،  باغیان په بازارونو، مېلو، اخترونو ، ودونو او آن د جنازې په لمونځونو او جوماتونو کې انتحاري حملې کوي او یا د کلیوالو له کورونو سنګرونه جوړوي.
جمهور رئیس  د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونوله برحقه دریځ څخه  د هېواد د دیني علماو او قومي مشرانو د ملاتړ مننه او قدرداني وکړه .
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان خپلواکي د غازي امان الله خان  له نوم سره تړلې، خو د ده ارزښت موږ ته د فرد نه، بلکې د یو فکر په توګه مطرح دی، ځکه ده نه یوازې د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه، بلکې د دولت جوړولو لپاره یې داسې لیدلوری وړاندې کړ، چې لسیزې وروسته هم په افغانستان کې د دولتداري بنسټ دی. 
جمهور رئیس وویل، دښمنان غواړي چې افغانستان  کمزوری او په نورو متکي حکومت ولري، خو د ولس هیله او د هېواد اساسي اړتیا دا ده چې افغانستان د داسې قوي، متحد او قانونمند دولت خاوند شي، چې د هېواد د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو ګټو ساتنه وکړای شي.
جمهور رئیس غني وویل،  له اقتصادي تحرک پرته سیاسي استقلال خوندي نشي پاتې کېدای. په همدې دلیل، د خلکو داقتصادي حالت ښه کول او د هېواد سوکالي او پراختیا ته توجه زموږ اساسي موخې دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په نننۍ نړۍ کې استقلال له نورو څخه د ګوښه توب او یواځیتوب په معنا نه دی. افغانستان نن له ګڼو ګواښونو  سره مخ دی، او د دې ګواښونو د مقابلې لپاره د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نېکو او نیږدې اړیکو ته ضرورت لري.
جمهور رئیس غني د افغانستان د ملګرو او مرسته کوونکو هېوادونو مرستې ته په اشارې وویل، موږ د سولې، سوکالۍ او پرمختګ اصولي غوښتنې ته د رسېدلو لپاره د دوی مرستې اوملاتړ ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس  د خپلې وینا په پای کې وویل، افغانستان  هیچا هم افغانانو ته نه دی ډالۍ کړی، د پېړیو په اوږدو، په ځانګړي ډول په دوو وروستیو پېړیو او زموږ د برحق جهاد پرمهال د افغانانو د بېدرېغه سرښندنو پایله ده. دا زموږ دنده ده چې خپل تاریخي میراث وساتو او خپلو خلکو ته دايمي امنیت او ثبات برابر کړو.
جمهور رئیس د غونډې په پای کې د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو څلور تنه افسرانو او منسوبینو ته د دفاعي او امنیتي سکتور د مسوولینو په حضور کې مډالونه ورکړل.
په دى غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکار محمدحنیف اتمر، جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي، د سترې محکمې رئیس، د کابینې او ملي شورا غړو، د وسله والو ځواکونو منسوبینو، د هېواد عالمانو، مېرمنو او ځوانانو حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته