اقتصاد

دمالیې وزیر د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق (IMF) له رئیس سره د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې

کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، د تلې دمیاشتې په ۲۰ مه نېټه د امریکاپه متحده ایالاتو کې د نړیوال بانک (WB) او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د کلنۍ غونډې په څنډه کې د خپلو کتنو په دوام د منځني ختیځ او مرکزي اسیا لپاره د پیسو نړیوال صندوق له رئیس ښاغلي جهاد ازور، سره وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې دواړو لورو د ملي عوایدو په راټولېدو او مالي اصلاحاتو، د ۲۰۱۷ کال لپاره له دغه صندوق سره د حکومت د ژمنو په برخه کې د اجرااتو په کتنې، اقتصادي پرمختګ او مالي ثبات، د زیاتیدونکي ارزښت باندې په مالیاتو (VAT)، د بانکي سکټور په پیاوړتیا، سیمه ییزې همکارۍ، د عامه مالي کړنو په مدیریت (PFM)، د راتلونکو کلونو لپاره په اصلاحي پروګرامونو او یو شمېر نورو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته