نړۍ

دعربستان دهوايي بريدونو له امله ١٢ تنه يمني اتباع ووژل شول .

٨صنعا باختر  دثور لومړې :
ديمن پايتخت صنعا ته څيرمه دفج عطان په سيمې دعربستان او دهغه دمتحدينو دالوتکو دنويو بريدونو له امله ١٢ تنه ملکي وګړي ووژل شول او نوى تنه نور ټپيان شول .
دالميادين دخبري سايت دخبر له مخې : دعربستان الوتکو پرون يوځل بيا دفج عطان په سيمې بريدونه وکړل چې له امله يې ١٢ تنه ملکي وګړي ووژل شول او نوى تنه نور ټپيان شول .
دسعودي عربستان الوتکو له عمان پرته دلسو عربي هيوادونو په همکاري دوري دمياشتې له شپږمې نيټې دپنجشنبې  له ورځې څخه په يمن بريد پيل کړى دى چې تراوسه پورې له امله يې په لسګونو تنه يمنې ملکي وګړي وژل شوي او يو زيات شمير نور هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته