ښوونه او روزنه

دننګرهار پوهنتون ځيني ستونزي وڅيړل شوي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٣٠ :

دننګرهارپوهنتون دتفاهم او اړيکو دکميټې غړو نن له غرمې وروسته خپلي يولړ ستونزي د جمهوري رياست له دويم مرستيال محمدکريم خليلي سره طرحه کړي .

 

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته  خبرورکړ.

په دې کتنه کې  چې دننګرهارپوهنتون يوشميراستادانو برخه لرله هغوى په دغه پوهنتون کې دشتوستونزو  په باب د جمهوررييس  دويم مرستيال ته معلومات ورکړل او دحکومت له مشرتابه هيئت څخه  وغوښتل چې ددغه ملي مرکز دستونزي دڅيړنې په لاره کې لازم اقدامات وکړي  .

دننګرهار پوهنتون دتفاهم او اړيکو د کميټې  غړو څرگنده کړه  چې ددغه پوهنتون ودانۍ بيا جوړولو ته اړتيالري او تراوسه پوري ددغه پوهنتون  استادانو ته داستوګنې دکورونو دجوړولو اوبرابرولو په باب هم کوم اقدام نه دى شوي .

په مشخص بودجي سره  دشپې پوهنځي منظوري  ، داستادانو داستوګنې دکورونو دجوړولو  لپاره دځمکې استملاک اومحصلانو ته دليليې  جوړول  دننګرهار پوهنتون داستادانو نوري غوښتنې وي.

محمدکريم خليلي په مقابل کې دننګرهار پوهنتون دتفاهم او اړيکو دکميټې  له  غړو سره  دکتنې له امله خوښي څرگنده کړه او  دهغوى  دستونزو اوغوښتنو دڅيړنې ډاډ يې ورکړ.

د جمهورريييس مرستيال دې ته په پاملرنې سره  چې دننګرهار پوهنتون  په افغانستان کې په سابقي سره يوعلمي اودمسلکي استادانو دروزنې په لاره کې يو ښه ظرفيت لرونکې مرکز دي  څرگنده کړه چې دلوړو زده کړو دمرکزونو اودپوهنتونونو دکېفيت لوړولو ته پاملرنه ددولت  يو اساسي لومړيتوب دي.

ده دغه راز څرگنده کړه چې علمي مرکزونو او دپوهنتونونو استادانو ته  پاملرنه دترقي اوپرمختگ په لور دافغانستان ديون يو اساسي لاره ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته