امنیت

په هرات کې دطالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول

هرات  باختردتلې دمياشتې دريمه نيټه :
دانصار زون دمنسوبانو له خوا يوه زياته اندازه   چاوديدونکي توکي کشف شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس خبريال ته وويل ؛ درې سوه  کيلوګرامه چاوديدونکي توکي چې دهرات ښار په جنوب کې دګذرې ولسوالۍ دلويديځ په اووه کيلومترۍ واټن  کې ځاى پرځاى کړى شوي و  چې په لازم وخت کې دملکي وګړو او ددولتي ځواکونو پرخلاف وکارول شي .
دانصار دساحوي زون دقوماندانۍ داستخباراتو دلوى مديريت د  منسوبانو له خوا کشف او ترلاسه شول.
پاى   ع    ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته