ټولنه

دغزني والي په دولتي ادارو کې دښځينه کارکوونکو دزياتوالي غوښتنه وکړه

کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
دغزني والي  نن په يوه غونډه کې ددغه ولايت په دولتي ادارو کې دښځينه کارکوونکو دزياتوالي غوښتنه وکړه .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دجندر دولايتي کمېټې په هغې غونډه کې چې ددغه ولايت په دولتي ادارو کې دښځينه کارکوونکو شتون دقناعت وړ ونه باله او دازادې سيالۍ له لارې  يې په دولتي  ادارو کې دښځو دشتون  دزياتوالي غوښتنه وکړه .
دغزني والي دغزني دڅارنوالۍ له رياست څخه وغوښتل چې په ادارو کې له ښځو سره دنامناسب چلند موارد وڅېړي اوله عاملانو سره يې جدي قانوني چلند وشي .
په همدې حال کې دغزني دښځو دچارو رييسه شکريې ولي وايي  سره له دې چې دتېرو وختونو په پرتله  په ادارو کې دښځو شتون زيات دى خو په ادارو کې دې بايد زياتې ښځې جذب شي .
ختم _ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته