سیاست

جمهور رئیس غني: د ولسونو په مرسته به سولې ته رسېږو

کابل باختر دتلې دمياشتې ٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د لوی قندهار، جنوب ختیځ زون او لوی ننګرهار د مشرانو، دیني عالمانو او سیاستوالو سره وکتل او د لوی اختر مبارکي یې ورته وویله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، محمدایوب رفیقي، حاجي داوودشاه نیازي او جنرال قندهار شینواري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او جمهور رئیس ته یې د اختر مبارکي وويله.
جمهور رئیس غني  د حکومت او ولسونو تر منځ د اړیکو په نږدې کولو او پیاوړتیا کې د مشرانو او دیني عالمانو رول اساسي وباله او دوی ته یې په ټینګار وویل، چې د خپلو سیمو ستونزې په اساسي ډول وڅېړئ او د حل لپاره یې له یوې څرګندې طرحې سره راشئ.
جمهور رئیس غني وویل، سوله مو اساسي غوښتنه ده او د ولسونو په مرسته به خپلې دغې غوښتنې ته رسېږو. ده زیاته کړه، د سیمې او نړۍ په کچه مو د سولې په برخه کې هلې ځلې بریالۍ دي، ځکه د دوی قناعت او باور مو ترلاسه کړی دی.
محمداشرف غني وویل، په تيروڅوارلسو کلونوکې پاکستان په یوه نا اعلام شوي جنګ اخته دی. موږ د دې جنګ ختمول غواړو او ستاسو په مرسته یې غواړو، ځکه سوله یوازې په بهرنیو مذاکراتو نشي راتلی.
جمهور رئیس وویل، موږ یو بډای هېواد او بې وزله ولس لرو، خو د سولې په ټینګښت سره کولی شو، چې له خپلو امکاناتو او شتمنیو څخه د ولس د سوکالۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره اساسي ګټه واخلو.
په دې غونډه کې په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته