امنیت

په هرات ولايت کې په پنځو مياشتو کې پنځلس تنه ښځې دتاوتريخوالي قرباني شوي دي .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
په هرات ولايت کې دتيرو پنځو مياشتو په بهير کې پنځلس تنه ښځې وژلې شوي دي 
په هرات کې سيمه ئيزمقامات دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي  په سلوکې  ددوو  کمښت خبرورکړ  او ويې ويل چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې پنځلس تنه ښځې په دغه ولايت کې وژلې شوې دي په داسې حال کې چې تيرکال شل تنه ښځې  په بيلابيلو  دليلونو له امله وژل  شوې وې .
دهرات ولايت دښځو دچارو دادارې سرپرستې  عزيزې کريمي دباختراژانس ته وويل:  هرات هم دهېواد دنورو ولايتونو په شان دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي څخه خلاص نه دى .
دې زياته کړه چې دښځو دچارو په اداره کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دبندولو کميسيون فعال دى . او ددغه کميسيون رييس ددغه ولايت  والي دى چې دولس دولتي بنسټونه او يو غير دولتي بنسټ  ددغه کميسيون غړيتوب لري او ټول يومشخص  هدف تعقيبوي .
کريمي زياته کړه چې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي پديدې زياتره د هرات ولايت په ولسواليو کې رامنځته کيږي .
دې زياته کړه چې زياتره تاوتريخوالي وهل ډبول ، جبري او له وخت څخه مخکې ودونه  دي چې کله ناکله دغه تاوتريخوالي دښځو دوژنې سبب کيږي
کريمي وويل کله چې ښځې دهرات له پنځلس ګونې ښار او ناحيو له کچې  څخه دستونزې د حلولو لپاره دغې ادارې ته مراجعه کوي زياتره  دطﻻق  او  دعدالت غوښتونکې دي چې زموږ  دادارې موخه هم ښځو ته دعدالت تامينول اود حق ورکول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته