امنیت

د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيول شو

کابل باختردمرغومي دمياشتې١٩نيټه :
د بلخ ولايت د مولانا جلال الدين محمد بلخي د نړيوال هوايي ډګر سرحدي پوليسو نن د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى ونيوه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې څه دپاسه دوه کيلو ګرامه هيروئين يې په يوه بکس کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې د يوې الوتنې په واسطه دغه نشه يي توکي له هېواد څخه بهر ته وليږدوي چې د پوليسو له خوا ونيول شو.
پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته