کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
د تالقانو ښاروال نن په دغه ښارکې د نيالګيو د ايښودلو پروګرام پيل کړ.
د تالقانو ښاروال عزيزالله مقصودي باخترآژانس ته وويل د دې پروګرام په ترڅ کې به د تالقانو ښار په شپږو ناحيو کې لس زره ډول ،ډول نيالګي کېښودل شي.
هغه وويل د دغو نيالګيو شپږ زره د ښاروالۍ له خوا پيرودل شوي دي اوڅلور زره نور ډولي نيالګي به د تخارولايت دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د دوى په واک کې ورکړي .
خبرځاى زياته کړه ،دغه نيالګي به په شپږو ورځو کې د پوهنتون واټ او د تالقانو ښار په نورو واټونو او سيمو کې کيښودل شي. پاى ج ذ