سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا دمتحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر خپل حضور ته ومانه

کابل/ باختر/ د چنګاښ د میاشتې ۱٩مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر د امریکا دمتحده ایالتونو  د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خپل حضور ته ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا دمتحده ایالتونو د مرستې او همکاریو، سیمه‎ییزې همکارۍ،  له تروریزیم سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې پروسې، ټاکنو او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا دمتحده ایالتونو  د ستراتیژۍ د تطبیق پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د امریکا دبهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب په ملکي او نظامي برخو کې د امریکا دمرستوله امله مننه وکړه ويې ویل، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه د افغانستان د خلکو سراسري ملاتړ لري چې دا ملاتړ دسراسري اجماع او د افغانانو پر دوامدارو مشورو استوار دی.
جمهوررئیس زیاته کړه، اوربند یوه بریالۍ پروسه وه او د اوربند په موده کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څرګنده کړه چې د سولې د دسپلین ترڅنګ د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا هم لري.
هغه له افغانانو قدرداني وکړه چې د سولې د منلو او له جنګه د ستړیا په خاطر  یې خپل ظرفیت وښوده او دغه راز یې دا ثابته کړه چې راتلونکي ته ګوري او پر تېر تمرکز نه کوي.
جمهوررئیس وویل، د امریکاد محتده ایالتونو  ستراتیژۍ په سیمه کې مثبت تغییر راوستی او د سیمې هېوادونه باید د دې ستراتېژۍ په برخه کې خپل مسوولیت په صادقانه ډول اجرا کړي. هغه  زیاته کړه د دې ستراتېژۍ موخه په باثباته سیمه کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د شرایطو جوړول دي چې  د ملي یووالي حکومت ورته ژمن دی.
په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا دمتحده ایالتونو دمرستې او ملاتړڅخه مننه وکړه.
د امریکا دمتحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې او دغه راز د امریکایي ځواکونو د قربانیو د ستایلو ترڅنګ وویل، دا مهال د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو ترڅنګ د یوه پایداره شریک په توګه قرار لري.
ده د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا دمتحده ایالتونو  ستراتیژۍ د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره  مثبته وارزوله ويې ویل، موږ د افغانستان  حکومت او امنیتي ځواکونو سره د خوندي او باثباته شرایطو  د رامنځته کولو په خاطر په دې هېواد کې کار کوو.
د امریکا دمتحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ملاتړ  ترڅنګ وویل: ډېری طالبانو دا ټکی درک کړی چې له پوځې لارې نه شي بریالي کېدای او دا موضوع د جمهوررئیس ټرمپ د ستراتېژۍ او دغه راز د جمهوررئیس غني له لورې د اوربند اعلام ته د طالبانو له ځواب سره ژور ارتباط لري.
مایک پمپیو زیاته کړه، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې پروسې او  د دې هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.
د دې کتنې په پای کې جمهوررئیس غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډ خبري کنفرانس کې حضور وموند او د خپلې کتنې د پایلو په اړه یې خبرې وکړې.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته