روغتیا

افغاني سرې مياشتې په نا امنو سيموکې د پوليو د تطبيق زمينه برابره کړه

کابل باختر دتلې دمياشتې  دويمه  نيټه  :
د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنې په نا امنوسيموکې په يو نوي زرو تنو ماشومانو د پوليو واکسين د تطبيق د زمينې د برابرولو خبر ورکړ.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د عامې روغتيا وزارت سبا په ټول هېوادکې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف د واکسين د تطبيق پروګرام پيلوي .
د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د روغتيايي خدمتونو رييس ډاکتر سليم بهره مند چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې، وويل  چې د امريکا د سي  ډي سي موسسې  په هغو سيموکې چې حکومت او نورې شبکې پکې لاسرسى نلري، د رضاکارانو له خونا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ واکسين تطبيقيږي .
د ده د څرګندونو له مخې: ٩١ زره تنه ماشومان د ننګرهار ولايت د اچين، کوټ، نازيانو، سپين غر، هسکې مينې او د پچيراواګام په ولسواليو او د کونړ ولايت د نورګل، سرکاڼو، مرورې، ناړې، شيګل، چپې درې او د پيچ درې په ولسواليوکې واکسين شوي دي او په پام کې ده چې دغه پروګرام د پکتيکا، لغمان، نورستان، کندز  او قندهار په ولايتونوکې تطبيق شي.
د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت رئيس ډاکتر دستګير د ډاکتر بهره مند د خبرو په تائيد وويل چې دغه اداره د عامې روغتيا له وزارت سره د يوې موافقې له مخې په نا امنو سيموکې ماشومان واکسينوي.
بايد وويل شي چې نا امنۍ او په ځينو حالاتوکې طالبان هم د هېواد په ځينو سيموکې د پوليو واکسين د خنډ سبب کيږي  .
افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه هېوادونه دي چې د پوليو وحشي ويروس پکې د ګرځيدو په حال کې دى.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته