کابل/ باختر/ د زمري ۲۹ مه
د يوه قوماندان په ګډون دوه وسله وال طالبان تېره شپه په تخارکې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
د تخار امنيه قوماندان حشمت الله مسلم نن باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د درقد ولسوالۍ په القناق سيمه کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په دې جګړه کې د دښمن څو جنګي وسايل او يو موټر سايکل هم ترلاسه شوي دي.
ختم-عطاالله – اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ