امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په قندهار کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
څلورتنه وسله وال طالبان پرون په قندهار ولايت کې دملي اردو دځواکونو دځانګړو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
  په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې ، دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو فعاليتونو په بهير کې يوه اندازه  وسله او دسپکو او درندو وسلو مهمات او چاوديدونکي توکي دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته