امنیت

٥ تنه غله ونيول شول.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
يوه پنځه کسيزه ډله حرفوي غله چې دملي امنيت ،ملي پوليسو او دڅارنوالۍ د ارګانونو له نامه څخه په استفادې سره يې په کابل ښارکې په وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه ، دملي امنيت دځواکونو دموظفينو له خوا ونيول شول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : نيول شوي کسان په فرهاد مشهور عبدالغفور ،ذبيح الله ،په فرشيد مشهور فدامحمد ،محمد نذير او خان محمد دى او کله يې چې غوښتل دملي امنيت ،،ملي پوليسو او دڅارنوالۍ ارګانونو په نامه دکورنو دلټونې په پلمه دکابل ښار دنهمې ناحيې په امين آباد ساحه کې زموږ ديوتن هيواد وال کورته ننوځي دملي امنيت دځواکونو له خوا له يوه لمبر پليټ پرته رنجر موټر ، دوو کلاشينکوفونو او دوو تومانچو سره لاس په لاس ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته