امنیت

دنړيوالو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شول .

سوله ساتو نړيوالو ځواکونو ( ايساف ) دافغانستان په جنوب کې دخپلو دوو عسکرو دوژل کيدو خبر ورکړ .

په هغي اعلاميه کې چې نن په کابل کې دايساف دځواکونو دمطبوعاتي دفتر له لاري خپره شوي ويل شوي دي چې دغه عسکر پرون دافغانستان په جنوب کې دوسله والو مخالفينو په مخامخ بريد او دماين په چاودنوکې وژل شوي دي .

خبرځاى د وژل شويو عسکرو دهويت او دپيښې ددقيق ځاى په باب څه نه دي ويلي خو په جنوب کې زياتره امريکايې او بريتانوي عسکر ميشت دي .

دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پوري دهيواد په بيلابيلو سيموکې دبهرنيو وژل شويو عسکرو شمير ٥٣٤ تنو ته ورسيد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته