ټولنه

په کندزکې ټپيانو ته څه ناڅه شپيته زره سي سي وينه ورکړى شو .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
په کندز کې د روښنايي غورځنګ ټپيانو ته دوينې دورکولو کمپاين پيل شوى دى.
دغه کمپاين پرون مازيګر د دولتي مسوولينو او خلکو له خوا په کندز ښارکې پيل شو .
دکندز والي اسد الله عمر خيل چې خپله هم دوينې ورکوونکى په ډله کې و دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل ښارکې د وروستي ترورستي ځانمرګى بريد له امله زموږ څه ناڅه دوه سوه تنه هيواد وال ټپيان شول او اوس ټولو ته لازمه ده چې دپيښې له ټپيانو سره خواخوږى وکړي او د همکارۍ لاس ورکړي .
په همدې حال کې دکندز ښار په لسګونو تنه خلک هم ددغې پيښې ټپيانو ته دوينې دورکولو په مقصد د شهيد ډاکتر عزيز الله سفر روغتون ته ورغلل.
دکندز دحوزوى روغتون امر ډاکتر محمد نعيم منګل وايي له پرون څخه تراوسه پورې څه دپاسه شپيته زره سي سي وينه راټوله شوې ده او دغه بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته