ورزش

دافغانستان دبدن دغړو دښکلا ورزشکار ياسين سالک منګوليا ته ځي

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دبدن دغړو دښکلا دڅانګې  افغان لوبغاړى ياسين سالک  قادري دنړيوالو سياليو په نهم پړاو کې د ګډون  په موخه  پرون منګوليا ته روان شو.
دکابل دبدن دغړو دښکلا  په څانګه کې دځوانانو دټيم  ښوونکي نصرت الله  انصاري  باخترآژانس ته وويل  چې قادري دغو لوبو ته پوره تياري لري.
انصاري وايي چې قادري تراوسه پورې  څلور لوبې ترسره کړي دي  چې  په دوو  اسيايي لوبو کې  يې دسرو زرو دوه مډالونه  او په دوو  نورو لوبو کې  لومړي مقام ګټلى دى.
دمنګوليا په کوربه توب دبدن دغړو  دښکلا په نړيوالو سياليو کې له  اوويا اسيايي او اروپايي هېوادونو څخه ورزشکاران ګډون کوي.
پاى   ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته