امنیت

په بغلان کې يو سړى د خپلې خور د وژنې په تړاو ونيول شو

کابل / د غويي ٢٤مه / باختر
د بغلان پوليسو يو سړى تېره شپه د خپلې خور د وژنې په شک ونيو.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل چې د بنو ولسوالۍ پوليسو يو سړى د خپلې خور د وژنې په تړاو د دغې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيو.
هغه زياته کړه نيول شوي کس يوه اوونۍ مخکې خپله خور په ډزو سره وژلې وه او له سيمې څخه تښتېدلى و.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته