امنیت

دهرات داستيناف محکمې درې تنه په اعدام محکوم کړل

کابل – باختر دليندۍ څوارلسمه
دهرات ولايت داستيناف محکمې درې تنه د قتل په جرم په اعدام محکوم کړل.
دهرات ولايت داستيناف محکمې دجزا د ديوان رييس قاضي سراج الدين نصير باختر آژانس ته وويل: ددغو کسانو دوسيې دجزا دديوان په قضايي علني غونده کې چې څه موده مخکې د وژنې په تور دامنيتي ارګانونو له خوا نيول شوي وو ترڅيړنې لاندې ونيول شوې او په نتيجه کې دوى په اعدام محکوم شول.
دغه راز محکمې دوه تنه نور ددغو کسانو دجرمي شريکانو په توګه پيژندلي وو چې هر يوېې په شل کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
په همدې حال کې يوه ميرمن هم دوژنې په تور دهرات ولايت دابتداييه محکمې له خوا په اتلس کاله تنفيذى بند محکوم شوه ددغې ميرمنې دوسيه ابتداييه محکمې په علني غونډه کې وڅيړل شوه دقتل جرم پرې ثبوت شو دجزا دقانون د ٣٩٥ مادې له مخې په اساس په اتلس کال بند محکومه شوه.
دياودنې وړ ده چې دغه حکم وروستۍ نه دى دمحکومينو داستيناف غوښتنې حق محفوظ دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته