امنیت

روسيه افغانستان ته هليکوپترونه ورکوي .

روسيه باختر دثور شپږ ويشتمه :
  دروسيې دتخنيکي پوځي همکاريو دفدرال خدمتونو مدير الکساند فامين ويلي دي چې په نږدې راتلونکې کې دير ش پوځي هليکوپترونه افغانستان ته سپاري
دروسيې دتخنيکي پوځي همکاريو دفدرال سرويس مدير پرون دروسيې غږ راډيو ته وويل چې مسکو به دامريکا له متحده ايالاتو سره  له لاسليک شوي موافقه ليک سره سم د ٢٠١٤ ميلادي کال ترپاى پورې ديرش ام- آي مادل ديرش هليکوپترونه دافغانستان داردو په واک کې ورکړي . 
دهمدې خبر له مخې دروسيې دتخنيکي پوځي همکاريو دفدرال  سرويس مدير ويلي دي چې ددغه هيواد حکومت پخوا دولس هليکوپترونه دافغانستان  اردوته ليږلي دي
دغه مدير زياته کړه چې دهليکوپترونو دليږلو قرارداد به  دروان کال داکتوبر دمياشتې له پاى ته رسيدو مخکې  بشپړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته