کابل باختر د کب شلمه :
جهادي شخصيت او د افغانستان د اسلامي ملي محاذ ګوند مشر پير سيداحمد ګيلاني د نوميالي مجاهد او د اسلامي غورځنګ د رښتيني بچي مارشال محمد قسيم فهيم د ناڅاپي مړينې له امله د خپلې ژورې خواخوږۍ او خپګان مراتب د ارواښاد کورنۍ، د افغانستان ټول ميړني ملت، جمهور رييس حامدکرزي او د ارواښاد دوستانو او سنګروالو ته څرګندکړي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ