امنیت

د جګړې د فصل له پيل څخه تراوسه پورې څخه ناڅه ١٠٠ تنه طالبان وژل شوي دي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع وايي: طالبانو په دغه ولايت کې د جګړي دفصل له پيل څخه تر اوسه پورې ديرش ناکامه بريدونه ترسره کړي دي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ځپده او خونړيو ګوزارونو سره مخامخ شوي دي.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان چې پرون يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې رسنيو ته وويل چې وسله وال طالبان د تاله اوبرفک، بورکې، نهرين، مرکزي بغلان او دبغلان _ کندز اودبغلان _ سمنګانو دلويو لارو په تګلور وکې په ډله ييزو عملياتو کې څه ناڅه ١٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل: په وژل شويوکسانوکې دطالبانو څوتنه سيمه ييز قوماندان هم شامل دي.
سريع د خپلو خبرو په دوام وويل: موږ په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې دخپلو همسنګرانو د ويني غچ له وسله والوطالبانو څخه واخيست او ټاکل شوې ده د ضربتي قطعې، دخاصو قطعاتو، کوماندو او نورو امنيتي ځواکونو په ګډون دفاعي او امنيتي ځوتاکنه  چې په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې دي؛ د وسله والو  مخالفينو دځپلو په مقصد دبغلان په نورو نا امنو سيموکې عمليات ترسره کړي .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان دامنيت په تامينولو اوپه تيره بيا د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې په بهيرکې دامنيت په تامينولو دخلکو دهمکارۍ  له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د نوم ليکنې ټول مرکزونه فعال دي او د بغلان ولايت اوسيدونکي کولاى شي په آرامه فضا کې د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړشي او خپل نومونه وليکي. 
سريع ژمنه وکړه چې هيچا ته به د لاسوهنې اجازه ورنه کړي او که چيرې څوک  وغواړي دغه بهير ګډوډ کړي؛ د قانون منګولو ته وسپارل شي .
پاى ج  ذ  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته