سیاست

دبهرنيو چارو وزيرله يوشمېر سفيرانو سره وکتل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٤ :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزير نن په کابل کې له يوشمېر نا استوګنو سفيرانوسره دکتنې په ترڅ  کې  د هيواد د روانوحالاتو په باب معلومات ورکړل.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دبهرنيو چارو وزير ډاکترزلمى رسول په دې کتنه کې د ارجنټاين ، قطر ، ويتنام، نيپال، نايجريا او د آذربايجان د هيوادونو نا استوګنو سفيرانو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې، د سولې د بهير، دجمهوري رياست د انتخاباتو، له يوشميرهيوادونوسره د اوږدمهالو همکاريوموافقه ليکونو، د افغانستان د اقتصادي لرليد او د استانبول د بهير په ګډون، دهيواد د اوسنۍ حالت په باب معلومات ورکړل.
ډاکترزلمى رسول وويل: افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو ليږدول په برياليتوب سره پرمخ ځي او ټاکل شوې ده وروستى پړاو يې چې ټول مسووليتونه پکې شامليږي؛ افغانانو ته وسپارل شي.
دبهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چې دسولې بهير افغانانو ته يو مهم کاردى او دغه بهير به هيڅکله ونه ځنډول شي  .
ډاکترزلمى رسول دطالبانو دکړو وړو ته  په اشارې سره وويل چې په افغانستان کې  دجګړې دوام ، د ورانى دوام  دى اوکه چيرې طالبان غواړي سياسي قدرت ترلاسه کړي؛ دغه هدف ته د رسيدو يوازينى لاره سياسي مبارزې دي چې دافغانستان  په اساسي قانون کې د هيواد ټولو اتباعو ته دکانديدو او د رايې ورکولو حق تسجيل شوى دى.
ډاکتر زلمى رسول په هيوادکې دپانګونې فرصتونه بې سارى وبلل او ويې ويل چې په افغانستان کې ثبات د سيمې داقتصادي ودې په ګټه دى او افغانستان به په بډايو منابعو او بې سارو لارو سره چې لري يې؛  کولاى شي د لرې اونږدې هيوادونو د خلکو داقتصادي ودې زمينه برابروونکى او د هغوى لپاره د پيوستون مرکز وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته