امنیت

اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دوسله والو طالبانو دډلې اته  تنه غړي په فراه ولايت کې  له پوځيانو سره دجګړې په بهيرکې  ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه دبالابلوک ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه  چې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
دافغانستان په لويديځ کې دملي اردو يوه  قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې جګړه کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل : طالبانو دبالابلوک ولسوالۍ په يوه واټ کې  دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ  چې دملي اردو دځواکونوله خوا په طالبانو ډزې وشوې.
ويل کيږي  په دې جګړه کې سرتيرو  او مسافرو ته زيان  نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته