ټولنه

ډاکټر کمال سادات: ځوانان د نظام اساسي ستنې جوړوي

 کابل باختر د مرغومې  شلمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکټر کمال سادات پرون د هغو ځوانانو ترمنځ چې د  هلد پرايز په سياليو کې يې ګډون کړى وو، وويل چې حکومت  وړتيا لرونکو  ځوانانو ته اړتيا لري .
  د هلد پرايز  په رقابتي  پروګرام کې   د نړۍ له يوسلو پنځوسوهېوادونو او له زرو پوهنتونونو څخه استعداد لرونکي  ځوانان ګډون کوي او ګټوونکې ډله په پاى کې  د ملګروملتو په سازمان  کې خپل پروګرام بيانوي .
  دغه سيالۍ د لومړى ځل لپاره  په افغانستان کې ترسره شوه چې کابو پنځه ويشتو ډلو  ځوانانو پکې خپل پروګرامونه وړاندې  کړل او په پاى کې  يوه څلور کسيزه ډله  د دغې سيالۍ ګټوونکې شوه.
دغه ځوانان په راتلونکې  پړاو کې  يوه سخته سيالي  په مخ کې لري.
د ځوانانو د چارو معين  زياته کړه  چې، د نطام  اساسي ستنې   ځوانان  جوړوي  او ځوانان هڅه کوي چې د هغوسياليو ګټوونکي  شي چې په تېرو وختونوکې يې په اړه هيڅ فکر  نه کيده .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته