امنیت

په فراه ولايت کې سيمه ئيزو مسوولينو دفراه ښار په مربوطاتوکې دشپږو تنو ياغي طالبانو دنيولو خبر ورکړ

کابل باختر د وږي يوولسمه
  په فراه ولايت کې سيمه ئيزو  مسوولينو دفراه ښار په مربوطاتوکې دشپږو تنو ياغي طالبانو دنيولو خبر ورکړ .
  ددوي دڅرګندونو له مخې نيول شويوکسانو په فراه کې  دتروريستي او ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو کې لاس درلود .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختر اژانس ته وويل دغه کسان پرون په فراه ښار پوري اړوند په کرزي کلي کې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهير کې  ونيول شول .
ويل کېږي  چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې اومهمات هم دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د فراه دوالي ويندوي وويل په فراه ښار کې دافغانستان بانک  په نمايندګي  او په يوې امنيتي پوستي په بريد کې چې څه موده مخکې وشول يو شمير  پوځيان ووژل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته