امنیت

يو زوي خپل پلار وواژه

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
په فارياب ولايت  کې  يوه زوي خپل پلار دتبر په  ګوزارونو سره وواژه .
په دغه اتياکلن سړي  کله يې چې دخپل زوى له خوا دخپلې لور  دپلورنې مخه ونيوله  دده له خوا بريد وشو او ووژل شو.
دغه پيښه تيره شپه دميمنې ښار په لومړۍ ناحيې پورې اړوند په دم قول کلي کې رامنځته شوه .
دفارياب ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد نعيم باختر آژانس ته وويل :  چې قاتل نيول شوى او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل جرم اعتراف   کړى دى او ويلي يې دي  چې ماغوښتل  خپل  خور چې لس کلنه  ده  په يوه شتمن سړي وپلورم
خو پلار مې ممانعت وکړ او ماهغه وواژه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته