امنیت

په لوګرکې چاودنه وشوه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٤ :

څوشيبي مخکې  دلوګرولايت په مرکز پل علم کې چاودنه وشوه.

ويل کيږي چي  په دې  چاودنه کې دملي اردو دځواکونو په ټانک بريد شوي دي.

باخترا ژانس ته رارسيدلي خبرونه وايي  چې له دغې چاودنې وروسته دملي اردو دځواکونو او ديرغلګروطالبانو ترمنځ نښته هم شوې ده.

عيني شاهدان وايي  چې  په دې پيښه کې  دملي اردو څوتنو سرتيرو او جګړه مارانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .

دلوګر دوالي ويندوى دين محمددرويش باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه  اوډزوکې دملي اردو ځواکونو اوطالبانو ته دسرزيان اوښتي دي  خو دقيق شمير يي لاتراوسه پورې نه دي څرگندشوي .

ويل کيږي چې ددغې پيښې په بهيرکې  دکابل _ ګرديز لويه لاره  دنيم ساعت لپاره دترافيکو پرمخ تړل شوې وه.

ددغې پيښې جزئيات  وروسته خپريږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته