کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٢
دخبريالانو دسپرلۍ يو هليکوپتر چې لوګر ولايت ته دکليو دبياجوړولو او پراختيا له وزير سره په سفر کې ملګريي و بيړنۍ ناسته وکړه خو چاته زيان نه دى اوښتى.
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت يو خبرځاى دغه خبرتاييد کړ.
ويل شوى دى چې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزير د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ ته روان و او هغه هليکوپتر چې خبريالان يې ليږدول له فني نيمګرتيا سره مخامخ شوى دى او بيړنۍ ناسته يې کړې ده .
په دې پيښه کې يو شمير خبريالان يو څه ټپيان شوي دي ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.