خبرونهامنیت

په بامیانو کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف شوه

کابل، د لړم ۳۰ مه، باختر

د بامیانو امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د شیبرولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او وسوځول شوه.

د بامیانو د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر محمد خواني رسا د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د شیبر ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یادې  ولسوالۍ په غجورک شنبل سیمه کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او وسوځوله.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادې پېښې په تړاو ۲ تنه نیول شوي چې له نیول شویو کسانو څخه  یوه اندازه یامه، یو سراچه ډوله  موټر او یو  موټرسایکل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته