امنیت

اووه د يرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١ :
دهېواد امنيتي ځواکونو پرون  دهېواد په څو ولايتونوکې دامنيتي  فعاليتونو په بهيرکې  اووه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
امنيتي ځواکونو  دلوگر ، لغمان ، پروان ، ننګرهار  او دغزني  دولايتونو په مربوطاتوکې  امنيتي  فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې  ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، پنځوس تنه يې تپيان شول او يو تن يې ونيول شو او يوه اندازه   سپکې او درندې  وسلې هم  دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دغه راز  ملي پوليسو  دهلمند اوتخار دولايتونو په مربوطاتو کې دګزمې په بهيرکې دوسله والو طالبانوله خوا دوه ښخ کړاى شوي ماينونه کشف اوشنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته