ښوونه او روزنه

د هېواد د پوهنتونونو ۲۵۰ تنو استادانو ته د (OBE-SCL) تدریسي تګلارو په اړه زده کړه ورکړ شوه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٥
د هېواد د دولتی پوهنتونونو ۲۵۰ تنو استادانو ته د محصل محورۍ، الکترونیکي  او ګډو زده کړو په اړه په هغو کورسونو کې چې د لوړو زده کړو وزارت نړیوال بانک له خوا جوړ شوي وو، زده کړې ورکړ شوې.
د نړیوال بانک له خوا د لوړو زده کړو پراخیتایې پروګرام (HEDP) یو تن مسؤلې سلسله جبارخیل وویل د (OBE-SCL) زده کړه ییز ورکشاپونه په کابل، کابل طبي، شیخ زاید، هرات، پروان، ننګرهار، بامیان، جوزجان، تخار، غزني، کندز او پکتیا تحصیلي بنسټونو کې په لار اچول شوي وو.
د دې په وینا په دغه ورکشاپونو کې استادانو ته د محصل محورۍ، الکترونیکي او ګډو تدریسي میتود په اړه د هغو استادانو له خوا چې په مالیزیا هېواد کې یې د یادو میتودونو په اړه زده کړې وې، تدریس ورکړ شو. یاد تدریسي متودونه د لوړو زده کړو ملي ستراتيژیک پلان سره سم دي او د لوړو زده کړو وزارت او کیفیت د تظمین او باور ورکوې پروګرام لومړیتوب تشکیلوي.
ټاکل شوې د پورته ذکر شویو پوهنتونونو استادانو ته د تدریس شویو میتودونو د تطبیق په موخه ، پوښتنلیکونه ترتیب شي او یادو استادانو ته وویشل شي. همدارنګه په ورکشاپونو کې شامل استادان مکلف دي په ټولګیو کې د یادو میتودنو له تدریس څخه لنډ فلمونه برابر کړي.
په لوړو زده کړو وزارت کې د نړیوال بانک دفتر په نظر کې لري څو په راتلونکي کې ورته نور ورکشاپونه هم د هېواد نورو پوهنتونونو استادانو لپاره برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته