ټولنه

په لوګر کې داوبو رسولو څلور شبکې جوړيږي .

کابل باختر دوري شلمه :
په لوګر ولايت کې داوبو رسولو څلور شبکې جوړيږي .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دلوګر ولايت په مرکز او دمحمداغې په ولسوالۍکې داوبو رسولو ددغو شبکو کار دڅه دپاسه شلو مليونو افغانيو په لګښت دلوګر دوالي محمد انور خان اسحق زي ، دلوګر  دولايتي شورا درييس حسيب الله ستانکزي او ددغه ولايت دنظامي مسوولانو، قومي مشرانو اوخلکو په شتون پيل شو .
په هغې  غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوه  دلوګر ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  رييس انجنير محمد دين مومند وويل درې کانالونه يې دلوګر  ولايت په مرکز او يوبل کانال دمحمد اغې په ولسوالۍ کې دڅه پاسه  اتو زرو مترو په اوږدوالي  په کرونده کې داوبو دتنظيم دپروګرام  له خوا په يوکال کې جوړيږي چې ددغو کانالونو په جوړيدو سره  به څلور سوه شپيته  هکتاره ځمکه خړوبه   او درې زره نهه سوه تنه په مستقيم ډول  له ښګينو څخه يې ګټه واخلي .
دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي وويل  چې دپرمختيايي پروژو منظورل  اسان کار دى خو پلې کول يې د خلکو له همکارى  پرته ناشوني او له کړاونو ډک دي 
ده ددغو پروژو له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې دهغو په پلې کولو  کې کيفيت په جدي توګه په پام کې ونيسي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته