سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د هرات ښاروال له دندې ګوښه کړ

کابل باختر دکب شپږمه :
د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست په منظورى د هرات ښاروال محمد سليم تره کى  د قوانينو د نه رعايتولو او له وظيفوي صلاحيت څخه د ناوړې استفادې په دليل له خپلې دندې څخه ګوښه کړى شو .
د جمهوري رياست په حکم کې ويل شوي دي چې ده د هرات په شپږ سوه بستريز روغتون کې يو موظف ډاکترخپل کورته بيولى و او هغه يې وهلى او ډبولى دى. چې دا کار د دغه روغتون د ډاکترانو دکاري اعتصاب سبب شوى دى.
د هرات اعتصاب کوونکو ډاکترانواو مدني ټولنې په يوه پريکړه ليک کې د قانون د تطبيق او د سرغړونکو د مجازاتو غوښتنه وکړه.
له هغه وروسته د سيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ده وظيفوي دوام نا اغيزمن وباله او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست له عالي مقام څخه يې له دندې څخه د ده د انفکاک غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته