ټولنه

جمهوررئیس غني د پنجشیر د طبیعي پېښې له زیانمنو سره همدردي وکړه

کابل باختر/ د چنګاښ د مياشتې٢۴ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې پنجشیر ولایت ته ولاړ او د هوا له لارې یې د وروستۍ طبیعي پېښې له امله زیانمنې سیمې وکتلې او زیانمنو سره یې د لا زیاتې مرستې په خاطر اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې یو شمېر ملکي او نظامي مسئولینو یې ملتیا کوله، د زیانمنو سیمو له لیدو وروسته یې په پنجشیر ولایت کې له سیمه ‎ییزو مسئولینو او خلکو سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د پنجشیر والي انجینر کمال‌ الدین نظامي خبرې وکړې وې ویل، د پېښې پر مهال جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس په بروکسل کې وو چې له موږ سره یې غمشریکې وکړه او له دواړو څخه مننه کوو.
همدارنګه نوموړي له دې امله چې ملکي او نظامي مسوولینو ته یې د زیانمنو د نجات او مرستې په خاطر یې د لازمې لارښوونې ترڅنګ د مرستو رسولو د چټکتیا په پار د بېلابېلو ارګانونو له تخنیکي ټیم سره وکتل، مننه وکړه.
هغه زیاته کړه ستاسې د لارښونې او د خلکو د همکارۍ په اساس د مرستې رسولو په خاطر لومړني اقدامات شوي دي.
وروسته د پنجشیر ولایت یو تن مخور عیدي محمد طارق خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د هرکلي ترڅنګ وویل، ستاسې حضور زموږ درد او غم دوا کړ.
ورپسې د زیانمنو کورنیو په استازیتوب ښاغلي فریادي خبرې وکړې وې ویل، دې طبیعي فاجعې ځاني او مالي زیانونه هم لرل، خو د حکومت او خلکو د همدردۍ احساس د غم او خفګان ستر پیټی زموږ له اوږو لېرې کړ.
هغه زیاته کړه، جمهوررئیس موږ ته اخلاقي او عاطفي پیغام راکړ او تر هغې چې د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې پر عاطفې استوارې وي، خلک او حکومت هیڅکله له ماتې سره نه مخ کېږي.
ورپسې تاج محمد جاهد خبرې وکړې او د جمهوررئیس حضور یې د هغه د نیکو اخلاقو او د پنجشیر له خلکو سره د وطن دوستۍ نښه وبلله او ددغه ولایت د خلکو په استازیتوب یې له جمهوررئیس، ورسره پلاوي او همدارنګه د ملي اردو د انجنیرۍ له لوا څخه د همکاریو په خاطر مننه وکړه.
جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د پنجشیر ولایت له خلکو او زیانمنو کورنیو سره خپله همدردي څرګنده کړه وې ویل، په دې طبیعي پېښه کې د والي او نورو مسوولینو مدیریت او د خلکو ونډې د دوی تلپاتي احساس ټولو ته څرګند کړ.
جمهوررئیس غني وویل، سیمې ته مرستې رسېدلي دي خو دا کفایت نه کوي. هغه د کور او ښار جوړولو وزارت ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو کورنیو ته ځمکې په پام کې ونیسي او حکومت یې د کورونو په جوړولو کې مرسته کوي.
همدارنګه جمهوررئیس دغه وزارت ته لارښوونه وکړه، هغه دوکانونه چې په دې پېښه کې وران شوي دي د هغو لپاره دې د یو مناسب بازار نقشه جوړه شي چې حکومت به یې د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
د هېواد جمهوررئیس د کرنې او اوبو لګولو او د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت ته دستور ورکړ چې د ویجاړو شویو ویالو د جوړولو لپاره اوبو لګولو په سیستم په ځانګړي ډول د پنجشیر حصه اول د ولسي تړون په برنامه کې په لومړیتوب کې ونیسي او د دغې پېښې نور ابعاد لکه د برېښنا قطع کېدل او د لارو تخریب و ارزوي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه چې د پنجشیر سیند لپاره دې په یو موډل کار وشي چې د پېښو مخنیوی وکړای شي. هغه دې ته په اشارې چې ددغې پېښې ابعاد زیات دي نو د امکاناتو په چمتو کولو کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي، هغه زیاته کړه، د سیلابونو، د اوبو او بندونو د مدیریت سیستم په رامنځته کولو به لا زیات کار وشي.
محمد اشرف غني  د مسلکي او تخنیکي تعلمیاتو ادارې رئیسې ندیمه سحر ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د کارموندنې لپاره د حرفوي او صنعتي زده کړو بنسټونه ایجاد کړي.
همدارنګه هغه اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د پنجشیر ولایت د پراختیا لپاره د دغه ولایت له والي سره ګډ  کار وکړي.
جمهوررئیس د ښاغلي فریادي د خبرو په ځواب کې وویل، ولسواک نظام عاطفي نظام دی. د خلکو درد او رنځ د دې لامل شو چې موږ دلته راشو که د خلکو درد او رنځ موږ ونه خوځوي، ځانونو ته انسانان نشو ویلی.# پای ـ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته