سیاست

دملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې دسيګار دنوي رپوټ په اړوند غبرګون وښوده .

کابل باختر د ثور  اووه ويشتمه :
دملکي هوايي چلند دخپلواکې  ادارې دمشرتابه هيئت دخبري کنفرانس په جوړولو سره دسيګار يا دافغانستان دبيا جوړولو لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دځانګړي څيړنې دعمومي ادارې  دنوي رپوټ په نسبت غبرګون ښودلې دى .
دملي هوايي چلند دخپلواکې ادارې عملياتي مرستيال محمود شاه حبيبي ديوشمير خبريالانو په وړاندې تاييد کړه چې دامريکا متحده ايالاتو دهوايي ترافيکو دکنترول په برخه کې پنځه سوه دوه شپيته مليونه ډالره لګولي دي خو ددغو پيسو په زياته برخه کې هغه  لګښتونه شامليږي چې امريکا دمخابرې دترافيکو دکنترول په برخه  او په نورو هوايي برخو کې منلي دي .
دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې عملياتي مرستيال زياته کړه چې همدا اوس دهيواد دهوايي حريم دکنترول دبرخې په سلو کې پنځوس تجهيزات دافغانانو له خوا اداره کيږي .
ده وويل چې دغه اداره  د يوه ملي پروګرام په طرحه کولو سره هلې ځلې کوي چې هم په تخنيکي لحاظ  اوهم له عملياتي پلوه د افغانانو له خوا دهوايي حريم دکنترول دليږدونې لپاره شرايط برابر کړي .
حبيبي  څرګنده کړه چې دملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې دهوايي حريم دکنترول قرارداد نړيوالې داوطلبي  ته  وړاندې کړى دى او يوه پياوړي  تجربه لرونکي بهرني شرکت ته به وسپاري .
ده تينګار وکړ چې دوى ددغه پروګرام  په بهير کې  دبهرنيو  ماهرانو په مرسته هلې ځلې کوي چې دهيواد دهوايي حريم دکنترول دليږدونې لپاره دافغانانو دمسلکي پوهې دکچې  دلوړولو او روزنې بهير هم چمتو کړي .
ديادونې وړ ده چې له يوه بهرني  شرکت سره د قرارداد دلاسليک کولو په برخه کې چې دهوايي حريم دکنترول په برخه کې  دافغانستان ددولت شرايط  ترسره کړي مقدماتي کارونه ترسره شوي دي .
تراوسه پورې دنړۍ له بيلابيلو  هيوادونوڅخه شپږو شرکتونو دافغانستان ددولت شرط پاڼې ترلاسه کړى دي او ټاکل شوې ده ددغو شرکتونو وړانديز  شرطونه او ځواکمنۍ  دملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې له خوا په دقيقه او هراړخيز توګه وڅيړل شي او وروستي تصميمونه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته