امنیت

دطالبانو له خوا دوه تنه تښتول شوي انجنيران خوشې شول

کابل باختر دتلي  اتمه :
دطالبانو له خوا په غور ولايت کې دوه تنه تښتول شوي انجنيران خوشې شول .
دوه تنه انجنيران چې د (سي اچ اې) په نامه يو غير حکومتي مرکز ته يې کار کاوه؛ دوه ورځې مخکې د غور له تيورې ولسوالۍ څخه د طالبانو له خوا تښتول شوي وو.
دغور ولايت  امنيه قوماندان جنرال دلاور شاه دلاور باخترآژنس ته وويل: وسله والو طالبانو پرون دغه انجنيران خوشې کړل، خو د هغوى د سپرلۍ موټر يې له ځان سره وړى دى .
ديادونې وړ ده چې (سي اچ اې) غير حکومتي مرکز له لسوکلونو راپديخواپه غورولايت کې د بيا رغاونې په برخه کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته