امنیت

د ښځينه پوليسو مشورتي بورد جوړ شو

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
دکابل ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ديارلسو تنو ښځينه پوليسو په کميت يومشورتي بورد نوى جوړ او نن يې په کار پيل وکړ .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه؛ دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال عبدالجليل ددغه بورد د جوړولو هدف دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  او دکابل ښار د شپاړس ګونو امنيتي حوزو په کچه دښځينه پوليسو د وظيفوي  ستونزو او چلنجونو حل کول وبلل او ويې ويل چې ښځې د ټولنې نيمايي وګړي دي اوبايد له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه د امنيت په تامينولو، د قانون په تنفيذ او د هيواد د ښځو د حقوقو په دفاع کې کارنده رول ولوبوي.
وروسته دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دبشر دحقوقو مدير سمونوال سيف الدين وفا، دکابل ښار د لومړۍ امنيتي حوزې آمرې سمونوالې  جميلې بياض، په سوله او امنيت کې د ښځو د انستيتوت د پروګرامونو آمرې پروفيسرې ميرمن ناهيلې قادري او دويم څارنې مريم محمدي په وار سره کورنيو چارو په وزارت کې  د ښځينه پوليسو د رول او دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ په کچه د ښځينه پوليسو د مشورتي بورد د ارزښت په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې ښځې د نارينه و په شان  کولاى  شي په يو هيوادکې سترې او مهمې دندې ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د مسلکي پوهې او د ښځينه پوليسو د ظرفيت د لوړولولپاره د هيواد په دننه کې د روزنيزو سيمينارونو او کورسونو د جوړولو او له هيواد څخه بهر د بورسونو زمينه برابره کړې ده.
ددغومراسمو په پاى کې د مشورتي بورد د ټيم ديارلس تنه غړي د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دبشر د حقوقو دمدير  سمونوال سيف الدين وفا له خوا حاضرينو ته معرفي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته