امنیت

دسولې له بهير سره له يوځاى کيدو وروسته دوسله والو طالبانوله ډلې سره ددوو تنو طالبانو بياپيوستون

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٨ :   
د وسله والو طالبانو  دډلې يو قوماندان چې پخوا د سولې له بهيرسره يوځاى شوي و  پرون  له خپلودولتي تجهيزاتو سره  په سرپل ولايت کې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شو.
دسرپل ولايت امنيتي مقامات وايي : دوسله والو طالبانو دډلې  يو قوماندان   چې نږدې لس مياشتې مخکې  په سرپل ولايت کې  دسولې له بهيرسره يوځاى شوي و  دوګړني پاڅون دپنځو تنو ځواکونوله  وژلو  وروسته له ټولو دولتي   پوځي تجهيزاتو سره بيرته له طالبانو سره يوځاى شو.
دسرپل ولايت دامنيتې قوماندانۍ دعملياتو آمر سيدنقيب درمان دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  د طاهر او معراج الدين په نومونه دغو دوو تنو   له طالبانو سره يې اړيکې لرلې چې  اود وګړني پاڅون  پنځه تنه افراد يې شهيدان کړل  اوبيرته له طالبانوسره يوځاى شول.
دسرپل ، جوزجان او دفارياب د ولايتونو ځينې  استازي وايي  چې  وسله والو طالبان په وار وار په دغو ولايتونو کې دسولې له بهيرسره له پيوستون وروسته په دغه شان عمل لاس پورې کړى دى .
ويل کيږي  چي دطالبانو يو بل قوماندان هم دروان کال په  پسرلي کې په فارياب ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شوى و او دخپلو  ټولو دولتي تجهيزاتو او تر خپل امر لاندې له نږدي  اوويا تنو سره د طالبانو  له ليکوسره يوځاى شو   چې همدا اوس دغه قوماندان ددغه ولايت   په ځينو سيمو کې  دطالبانو جګړه رهبري کوي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې : زياتره  طالبان چې  د افغانستان  له جيلونو څخه آزاد شوي دي  دحکومت په وړاندې د جګړو ډګرونو ته ستانه شوي  او آن طالبانو ځينو دغو کسانو ته  لوړمقامونه ورکړ ي دي .
خو دملي دفاع وزارت وياند وايي  ددوى ګناه  دوه برابره ده  او امنيتي ځواکونه به  له دوى سره  قانوني اقدام او چلند وکړي  او هغوى به  تعقيب کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته