ټولنه

دفراه ولايت يوشمير خلک دملي پيوستون د پروګرام له اسانتياوو څخه ګټه واخيسته .

کابل باختر دکب پنځلسمه :
په فراه ولايت کې څه دپاسه لس زره کورنۍ  دملي پيوستون دټولګټو پروژو له اسانتياوو  څخه ګټه واخيسته .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ: دملي پيوستون دپروګرام ديو اتيا پروژو کار ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ او دمرکز په ساحو کې دڅه دپاسه څلور ديرشو مليونو افغانيو په لګښت بشپړې او دخلکو ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژو کې دکليو دسړکونو پراختيا او ترميمول دفرعي کوڅو  کانکريت  او کريړ اچول ، دکانالونو، ويالو او کانالونوپاکول او دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاګانو ترميمول ، شامل دي .
ددغو پروژو دکار په بهير کې ٣٩٠٧ تنو ماهرو او غير ماهرو کارګرانو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساتنې او څارنې دپروژې دفعاليت له پيل  څخه تراوسه پورې څلور سوه  نهه څلويښت  يې په فراه ولايت کې دپرمختيايي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيولې دي او تراوسه  ېې وکولى شول چې په بيلابيلو برخو کې دڅلور سوه پروژوې  دکار بشپړ او دخلکو ګټې اخستنې ته يې وسپاري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته