امنیت

دهرات پوليسو دنشه يي توکو پرخلاف مبارزي ته زور ورکوي

١٠ – کابل باختر دليندي دري ويشتمه

 دهرات پوليسو او استخباراتي  مامورينو په دغه ولايت کې دنشه يي توکو له قاچاقو او پلورنې سره  دمبارزي  لپاره جدي طرحې پيل کړي دي .

 دغه تصميم په ښکاره  دنشه يي توکو دلسګونو پلورونکو دشتون او په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدوکسانو دشمير دزياتوالې په اړوند  دخلکو له شکايتونو وروسته نيول شوي دي .

 سره  له دې چې ددغه پروګرام  له پيل څخه ټيک  دوه ورځې تيريږي . چارواکي وايي په دغو دوو ورځو کې يې يوه اندازه نشه يي توکې له دوو پرچون پلورونکو  څخه نيولي دي .

  دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  او سرپرست سمونوال دلاور شاه دباختر اطلاعاتي اژانس ته  وويل هغوى په دې برخه کې  دګرځنده امنيتي  او پلټڼې دټيمونو په زياتولو سره هلې ځلې کوي چې ددغې پديدي پرخلاف مبارزه پراخه کړي .

  دلاور  شاه وايي  په هغې غونډه کې چې ددوشنبې په ورځ  يې دهرات له امنيتي او استخباراتي  چارواکوسره درلوده په دغه ولايت کې له قاچاق وړونکو په  تيره بيا دنشه يي توکو له ګرځنده پلورونکو سره  دمقابلې  لاري دچارې وڅيړلي .

  دهرات ولايت دپوليسو دقوماندانۍ سرپرست زياته کړه هغوى په دغو دوو ورځو کې وکولاي شول چې دنشه يي توکو ځيني مشکوکې سيمي تر نظر لاندي ونيسي .

په هرات کې دنشه يي توک و پرخلاف دمبارزي پروګرام په داسې حال کې  دپوليسو له خوا جدي نيول کېږي چې دوړاندې شوي احصايې له مخې په دغه ولايت کې څه ناڅه اويا زره تنه  په نشه يي توکو روږدي دي .  

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا